کورنیو چارو وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۸ بېلابېلو مجرمینو د نیونې خبر ورکړی دی.
کورنیو چارو وزارت نن (پنجشنبه، غوایي شلمه) په خپل اېکس لیکلي چې د هېواد په نهو ولایتونو کې یې ۱۸ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي.
دغه کسان د غلا، وژنې، وسلو ناقانونه ساتلو، ناقانونه ښکار او نورو جرمونو په تړاو نیول شوي.
ددغو ورانکارو له ډلې؛ نیمروز کې څلور تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو، د کابل په پغمان ولسوالۍ کې دوه غله او یو تن د اسلامي امارت په ضد د تبلیغاتو اړوند، درې غله په کندز، دوه تنه د وژنې په تړاو په بدخشان، یو غل او یو تن د ناقانونه ښکار په تړاو په اورزګان او درې غله په سرپل، بادغیس او ننګرهار کې نیول شوي دي.
بل پلو، د ښرنې امنیتي ځواکونو په دې ښار کې د مهماتو د کشف او په تړاو یې د یوه تن د نیونې خبر ورکړی دی