ډېر لوستل شوي

اداري کمیسیون خپله ناسته وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ اداري کمیسیون خپله ناسته وکړه.
ددغې ناستې خبر ارګ نن(پنجشنبه، غوایي شلمه) په خپل اېکس ورکړی دی.
د ناستې په پیل کې د کمیسیون له لوري ټاکل شویو کمېټو د خپلو فعالیتونو راپور واوراوه او وروسته د لوړو زده کړو، ماليې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو پر اړوندو موضوعاتو بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه.
په دې ناسته کې د بحث شویو موضوعاتو د لا ښه تطبیق او دقت ته جلا کمېټې رامنځته او دندې وروسپارل شوې

اړوند خبرونه