د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزارت او په عربي اماراتو کې د افغانستان د سفارت په هلو ځلو د بندي ۴۲ افغانانو د خلاصون پرېکړه وشوه.
د دې بندیانو د خلاصون خبر د بهرنیو چارو مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل نن(پنجشنبه، غوایي شلمه) په خپل اېکس ورکړی دی.
دغه بندیان د بهرنیو چارو د وزارت په هڅو او اماراتو د حکومت د مشرتابه د عفوې له مخې بښل شوي دي. ویل کیږي چې له دغو بندیانو یو شمېر ازاد شوي او نور به په نږدې راتلونکي کې ازاد شي.
د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خپلو اتباعو پوښتنه کوي او د ستونزو د هواري په موخه یې کوټلي ګامونه پورته کوي