ډېر لوستل شوي

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت افغانستان کې د سره صلیب او سرې میاشتې هڅو ته د قدر په سترګه ګوري

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغاني سرې میاشتې ټولنې د (بشریت ژوندي ساتل) په نوم غونډه کې ګډون وکړ.
په دې غونډه کې د کابینې یو شمېر غړو، د سرې میاشتې ادارې رهبري، په کابل کې د سره صلیب او یو شمېر نورو ادارو مسولینو او رضاکارانو ګډون کړی وو.
ارګ پرون(پنجشنبه، غوایي شلمه) په خپلې رسمي اېکسپاڼې ددې غونډې خبر ورکړی دی.

مولوي عبدالکبیر یادې ناستې ته ویلي: د (بشریت ژوندي ساتل) په نوم دا ناسته له دې امله مهمه ده، چې د افغانستان او فلسطین په ګډون په ګڼو اسلامي هېوادونو کې د سرې میاشتې او سره صلیب فعالیتونو ته په میلیونونو خلک اړتیاوې لري، د دوی د فعالیتونو له امله د میلونونو خلکو ژوند ژغورل شوی او دا بهیر لا روان دی.
مولوي عبدالکبیر وړاندې ویلي چې سره صلیب او سره میاشت دواړو بنسټونو په نازکو حالاتو کې د افغانانو د ژوند ژغورنې په پار کار کړی دی.
نوموړي وړاندې وویل: د اسلامي امارت په راتګ سره که څه هم چې د جګړې ټغر ټول شوی او سرتاسري امنیت ټینګ دی، خو لا هم په میلونونو افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې؛ زموږ پر بانکي سیستم د محدودیتونو وضع کېدل، د بهرنیو مرستو کمښت او اقتصادي ننګونې وضعیت پیچلی کوي او د اسلامي امارت فعالیتونه محدودوي، اړتیا ده چې پر بانکي سیستم محدودیت پای ته ورسېږي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ په تېرو څه کم دریو کالو کې د اقتصادي ثبات په موخه، د افغانستان په مختلفو برخو کې بنسټزې پروژې عملي شوي او لا هم د پلې کېدو په حال کې دي.
د یادونې وړ ده چې رئیس الوزرا هم پرون په یوه ځانګړي پیغام کې د سرې میاشتې کړنې وستایلې او شتمنو هېوادوالو ته یې له دې بنسټ سره د مرستې سپارښتنه وکړه

اړوند خبرونه