د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي چې سرپرست وزیر شیخ نورمحمد ثاقب د اسلامي نړۍ د علماوو په مشورتي غونډه کې د ګډون په موخه د یوه پلاوي په مشرۍ ترکیې ته تللی دی.
شیخ ثاقب او افغان پلاوی د ترکیې د دیني چارو ادارې عمومي رئیس پروفیسور دکتور علي ارباش په رسمي بلنه په یاد هېواد کې د اسلامي نړۍ د علماوو د مشورتي غونډې په پار ترکیې ته رسېدلي دي.
دغه غونډه د ترکیې په استانبول ښار کې جوړیږي چې موخه یې د اسلامي امت پر مشترکاتو او واحد دریځ نیولو بحث دی