ډېر لوستل شوي

د پاکستان حکومت له افغانو زیانمنو کورنیو سره خواخوږي شریکه کړه

د پاکستان حکومت او ولس په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له کبله له زیانمنو کورنیو سره خپله خواخوږي شریکه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن (شنبه، غوایي ۲۲مه) په یوه پیغام کې د خپل حکومت د غمشریکۍ پيغام خپور کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په پیغام کې راغلي: د پاکستان حکومت او خلک د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه خپله ژوره خواشیني څرګندوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ددې پېښې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کړې ده. ورته مهال، دغه وزارت ویلي چې د پاکستان حکومت او خلک له افغانانو سره په دې غمیزه کې خپل ځان شریک ګڼي. د یادونې وړ ده چې د افغانستان په څو ولایتونو کې وروستیو سېلابونو ګڼ مړه او زخمیان کړي او پراخ مالي زیانونه یې هم تر شا پرېښي دي.

اړوند خبرونه