ملي دفاع وزارت نن(شنبه، غوایي ۲۲مه) په خپل اېکس لیکلي چې د هېواد هوایي ځواک بغلان کې سېلاب ځپلو ټپيانو ته خوراکي توکي رسولي دي.
ملي دفاع وزارت په خپل اېکس لیکلي: په بغلان کې د سېلاب ځپلو د بېړنیو ژغورنې عملیاتو په دوام نن د هېواد د هوايي ځواکونو چورلکو ساحوي روغتون ته د سېلاب ځپلو ټپیانو د انتقال ترڅنګ متضررو هیوادوالو ته ګڼ شمېر خوراکي توکي لېږدولي دي.
تمه ده دا مرستې په بغلان کې پر مستحقو او اړمنو هېوادوالو ووېشل شي. د یادونې وړ ده چې وروستیو سېلابونو د بغلان ترڅنګ ګڼو نورو ولایتونو کې هم هېوادوالو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.