د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ پېښو ته د رسېدنې عالي امارتي کمېسیون نن(شنبه، غوایي ۲۲مه) په مرمرینه ماڼۍ کې هېواد کې د وروستیو سېلابونو او اوښتو زیانونو په تړاو فوقالعاده غونډه وکړه.
په یاده غونډه کې سېلاب ځپلو هېوادوالو ته د بېړنیو مرستو د رسېدنې په تړاو خبرې اترې وشوې.
په پیل کې پېښو ته د رسېدنې عالي امارتي کمېسیون رئیس ملا عبدالغني برادر اخوند په بغلان، غور، بدخشان، فاریاب او تخار ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله هېوادوالو ته د اوښتو زیانونو په اړه ژوره خواشیني وښوده، شهيدانو ته یې د جنت الفردوس او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا غوښتنه وکړه.
ښاغلي برادر وړاندې وویل: افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې ډېری وخت یې خلک د طبیعي پیښوامله زیان ویني، له همدې امله مسوولې ادارې مکلفې دي چې د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو پر مهال هېوادوالو ته پر وخت د مرستو رسولو لپاره پوره چمتووالی ولري.
په یاده ناسته کې په بغلان، غور، بدخشان، فاریاب او تخار ولایتونو کې زیانمنو هېوادوالو ته د بېړنیو مرستو پر رسولو ټینګار وشو. ېپېښو ته د رسېدنې عالي امارتي کمېسیون مشرتابه د ټاکل شویو کمېټو غړو وزارتونو او ادارو ته لارښوونه وکړه چې ژر تر ژره دې د پېښې ځای ته ځان ورسوي او له شته امکاناتو څخه په ګټنې دې د زيانمنو هېوادوالو لاسنیوی وکړي.