ډېر لوستل شوي

ګوتریش له افغان سېلاب ځپلیو سره خواخوږي څرګنده کړه

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش افغانستان کې د سېلاب‌ځپلو کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.

ګوتریش ویلي چې افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه خواشینی دی.

بل پلو، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند استفان دوجاریک د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې د دوی همکار سازمانونه له اسلامي امارت سره سېلاب‌ځپلو ته د بېړنیو مرستو د رسولو په برخه کې په همغږۍ بوخت دي.

د اسلامي همکاریو سازمان هم په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له زیانمنو سره د مرستو په پار د مرستو راټولو بېړنی کمپاین پيل کړی دی.

اړوند خبرونه