ډېر لوستل شوي

الله ګل مجاهد د قتل د یوې پېښې په تړاو نیول شوی

د کابل د امنیه قومندانۍ مسوولینو ویلي چې پولیسو د تېرې ادارې د ولسي جرګې غړی الله ګل مجاهد د قتل په تور نیولی دی.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن ماسپښین(یکشنبه، غوایي ۲۳مه) په خپل اېکس لیکلي چې الله ګل مجاهد د قتل په یو قضیه کې د ښکېلتیا په سبب نیول شوی دی.

ښاغلي ‏ځدراڼ زیاته کړې، چې الله ګل مجاهد به تر هغې پورې توقیف وي، تر څو یې چې د دوسیې په اړه بشپړه څېړنه نه وې شوي. خالد ځدراڼ زیاتوي چې نوموړی د قاري سعیدالله په نوم د یوه تن د قتل په تور نیول شوی. قاري سعیدالله د تېر ۱۴۰۲ کال د کب په ۱۲مه وژل شوی.

اړوند خبرونه