د بهرنیو چارو ویاند مرستیال حافظ ضیااحمد تکل نن(یکشنبه، غوایي ۲۳مه) په خپل اېکس لیکلي چې د یاد وزارت وزیر مولوي امیر خان متقي د ازبکستان جمهوري حکومت د ټرانسپورټ وزیر الهام محکموف، د یاد هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشوف او مل پلاوي سره کتلي دي.
په دې ناسته کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي، د سیمه ییز اتصال ټرانزیټي پروژو، سوداګرۍ، ګډې پانګونې، کلتوري او په سیمه کې د افغانستان او ازبکستان پر ټرانزیټي رول او اهمیت خبرې اترې وشوې. په پیل کي د بهرنیو چارو وزیر په سیاسي او اقتصادي مسایلو کې د ازبکستان له ملاتړي دریځه مننه وکړه او د دې هڅو پر تداوم او پراختیا یې ټینګار وکړ.
د ښاغلي تکل په قول، د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر الهام محکموف د بهرنیو چارو وزارت له تاوده هرکلي مننه کړې او زیاته یې کړه، دا ځل له یو قوي تخنیکي ټیم سره چې د خصوصي سکټور سربیره د اوسپنې پټلۍ، جیولوجي او معدن تکړه انجنیران یې ملتیا کوي کابل ته راغلي یو او غواړو افغانانو ته ښه زیري ولرو.
ښاغلي محکموف په خپلو خبرو کې ویلي چې د ازبکستان ولسمشر او رهبري افغانستان ته جدي توجه لري او د اسلامي امارت له هغې پالیسۍ ملاتړ کوو چې غواړي افغانستان د سیمې پر ټرانزیټي مرکز بدل شي.
ښاغلي الهام محکموف زیاته کړې چې د افغان – ټرانس پروژې عملي پیل لپاره د انجنیرانو یو ټیم له ځان سره راوستی او په همدې اونۍ کی به بل پلاوی له تجهیزاتو سره افغانستان ته راځي چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ او نورو اړونده ادارو سره به عملا خپل کار پیل کړي.
نوموړي په خپلو خبرو کې و ویل چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ګمرکي او سرحدي چوپړونه ۲۴ ساعته کولو ته چمتو یو او تمه ده ټرانسپورټي او ټرانزیټي تعرفې را ټیټې کړو.
مولوي امیرخان متقي، د ازبکستان له نیکې ارادې او د اقتصادي سیاسي اړیکو پیاوړتیا برخه کې د ازبکستان د ولسمشر او ټول ټیم څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چي افغان سوداګرو او ټرانسپورټي برخې کارکونکو ته د ویزو د ورکړي تسهیل یو ښه پر مختګ دی.
په دې ناسته کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي عصمت الله ایرګشوف د وروستیو سیلابونو او افغانانو ته د اوښتي زیان له امله تسلیت ویلی او په وینا یې چې موږ د یوه مسلمان ورور او ګاونډي په صفت دغه برخه کې چې هر ډول مرسته وکولای شو د افغانانو او اسلامي امارت لاسنیوي ته چمتو یو.
د یادونې وړ ده چې اوسمهال افغانستان او ازبکستان غوره اقتصادي او سیاسي شریکان دي.