ډېر لوستل شوي

د بلخ د والي په سپارښتنه سېلاب ځپلو ته نهه موټره مرسته واستول شوه

د بلخ د والي حاجي یوسف وفا په سپارښتنه د بغلان سېلاب ځپلو لپاره پر خوراکي او ناخوراکي توکو بار نهه موټرونه استول شوي دي.
د بلخ د پېښو پر وړاندي د مبارزې رئیس مولوي بشیراحمد بشراني ویلي چې په دې مرستو کې ۴۰۰ پارسله اوړه، ۴۰۰ پارسله وریجې، پخې غوښې او ۱۳۴ کارتنه غوړي او همدارنګه په ناخوراکي توکو کي خېمې، کمپلې، د اشپزخانې سامان الات، لباسونه، بوټونه او یوشمېر نور د اړتیا وړ توکي شامل دي.
یادې مرستې به تر ډېره د سېلاب ځپلو کورنیو لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
حاجي وفا ډاډ څرګند کړی چې په هر ډول حالاتو کي به د خپل ولس لاسنیوی کوي

اړوند خبرونه