حافظ ضیااحمد تکل نن مازیګر(یکشنبه، غوایي ۲۳مه) په خپل اېکس د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) له عملیاتي رئیسې ادیم وسورنو سره د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي د لیدنې خبر ورکړی دی.
په یاده لیدنه کې ادیم وسورنو د وروستیو سېلابونو له کورنیو سره غمرازي شریکه کړې ده. اغلې ادیم ویلي چې ډېر ژر به خپل ټیمونه زیانمنو سیمو ته واستوي.
مولوي امیرخان متقي د اوچا له هڅو مننه کړې او هېواد کې یې وروستیو سېلابونو ته په اشارې ویلي چې افغانستان د اقلیم په خرابۍ کې هېڅ ونډه نه لري خو له دې پدیدې زیان ویني. د ښاغلي متقي په وینا، هغه هېوادونه چې د اقلیم د بدلون سبب کیږي، خپل مسوولیت ته رابللي دي.
ښاغلي متقي وړاندې ویلي: غواړم ستاسې له لارې دا پیغام ورسوم چې افغانستان چې څومره متضرر شوی هغومره مرستې ته اړتیا لري او باید په نړیوالو اقلیمي غونډو کې یې موقف واورېدل شي او د اقليمي بدلون اړوندو مالي صندوقونو ته لاسرسی ولري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي ښاغلي انډریکا رتواتي ویلي چې دوی تل د افغانستان غږ تر نړیوالو رسولی او هڅه یې کړې چې سیاسي موخې او بشري مرستې سره ګډې نه شي