امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د سېلابونو د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ نن (دوشنبه، غوایي۲۴مه) په خپل رسمي اېکس په افغانستان کې د سېلابونو له وجې د اوښتو ځاني او مالي
زیانونو له امله ژوره خواشیني ښودلې ده. توماس ویسټ وړاندې ویلي چې همکاران یې په افغانستان کې له سیلاب ځپلو سره مرسته کوي.
بل پلو، د ملګرو ملتونو سرمنشي هم پرون له افغان سېلاب ځپلو سره ژوره خواشیني څرګنده کړې وه. د اسلامي همکاریو سازمان او ملګرو ملتونو د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې له افغان حکومت سره په ګډه د مرستو د همغږۍ پر چارو بوخت دي.