د افغانستان وسپنې پټلۍ ادارې په خپل اېکس د افغان او ازبک چارواکو له لوري د نایب اباد سټېشن د پراختیا د تړون د لاسلیک خبر ورکړی.
دا تړون پرون(یکشنبه، غوایي ۲۳مه) د افغانستان او ازبکستان د ريل پټلۍ ادارې او کامګار شرکت ترمنځ لاسلیک شوی.
په دې غونډه کې دغه راز د افغانستان-ازبکستان د ټرانسپورټ وزارتونو ترمنځ د حيرتان بندر د ۲۴ ساعته فعاليتونو اړوند هم توافق وشو.
د یادې توافقنامې په بنسټ به د راتلونکې غبرګولي له ۱۲مې نېټې څخه د ياد بندر فعاليتونه په منظم ډول ۲۴ ساعته شي.