ډېر لوستل شوي

انتوني بلینکن: له کییف سره د پوځي مرستو د تازه کولو په پار راغلی یم

راپورونه وایي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن(سه شنبه، غوایي ۲۵مه) سهار وختي د اوکراین پلازمېنې کییف ته رسېدلی دی.

بلنکین د خپلو تصویرونو په خپرولو سره ویلي: “نن زه کییف ته راستون شوم ترڅو له اوکراین سره د متحده ایالاتو بې ساری ملاتړ څرګند کړم او دا ځکه چې اوکراین د روسیې د نظامي تېري پر وړاندې د خپلې ازادۍ دفاع کوي.”

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به اوکراین ته د خپل سفر په ترڅ کې له اوکرایني چارواکو سره د امریکا پر نویو مرستو خبرې وکړي.

بلنکن په داسې حال کې کییف ته رسیږي چې روسي پوځیان د اوکراین ووچانسک ښار ته ننوتلي. بل خوا، خارکیف ښار کې هم روسي ځواکونو پرمختګونه کړي دي. د یادونې وړ ده چې امریکا د اسراییلو او اوکراین نظامي ملاتړی دی چې د دواړه  هېوادونو چارواکو وخت ناوخت د خپل پوځ پر ماتې اعتراف کوي.

اړوند خبرونه