د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ د د روسیې او اسلامي نړۍ په ۱۵مه اقتصادي ناسته کې د ګډون په پار تاتارستان ته ولاړ.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن (سه شنبه،غوایي۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره تاتارستان ته د ښاغلي عزیزي د سفر خبر ورکړ.
ویل کیږي چې نورالدین عزیزي او مل پلاوی د تاتارستان د ولسمشر رستم میني خانوف په رسمی بلنه هغه هېواد ته روان شوي دي.
تمه ده چې د روسيې او اسلامي نړۍ د نړيوال اقتصادي فورم غونډه د روانې مې مياشتې له ١٤مې نېټې څخه تر ١٩مې نېټې پورې د تاتارستان په کازان ښار کې جوړه شي.
باید وویل شي، چې په دې ناسته کې به پر افغان پلاوي سربېره د ایران، چین، هند، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، ترکمنستان، ازبکستان او یو شمېر نورو هېوادونو استازي هم ګډون وکړي.