ډېر لوستل شوي

د نوې کېدونکې انرژۍ د ملاتړ صندوق پر رامنځته کېدو بحث وشو

د ریاست الوزرا اقتصادي کمیسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کې د نوې کېدونکې انرژۍ د ملاتړ صندوق پر رامنځته کېدو بحث وشو.

د ریاست الوزرا افتصادي معاونیت نن ماسپښین(سه شنبه، غوایي ۲۵مه) په خپل اېکس ددې ناستې خبر ورکړی دی. دغه غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه چې د نوې کېدونکي انرژۍ د صندوق سربېره پکې پر یو شمېر نورو موضوعاتو بحثونه وشول.

په غونډه کې تر هراړخیز بحث وروسته د اوبو او انرژۍ وزارت استازو ته دنده سپارل شوې، څو د نوي کېدو وړ انرژۍ د ملاتړ صندوق رامنځته کولو طرحه د بیاکتنې په موخه د مالیې، اقتصاد، سوداګرۍ وزارتونو، د امارتي شرکتونو د رهبرۍ پلاوي اړوند د افغانستان برېښنا شرکت او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره شریکه کړي.

یاد وزارتونه ددې طرحې پر کتنې او د بدیلې لارې پر موندنې مکلف ګرځول شوي دي.

اړوند خبرونه