د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د بغلان له مشرانو او مسوولینو سره په کتنه کې ویلي چې نوموړی او ټیم یې د سېلاب ځپلو تسلیت ته نه دي راغلي، بلکې د چوپړ او بغلاني ولس ملاتړ ته راغلي دي.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت پرون(دوشنبه، غوایي ۲۴مه) د بغلان د عماوو ټولنې له غړو او مشرانو سره د ملا عبدالغني برادر د لیدنې خبر ورکړی دی.
ملا عبدالغني برادر ویلي: زموږ راتګ یوازې د دې لپاره نه و چې تاسو ته تسلیت ووایو، بلکې دا زموږ مسوولیت دی چي په سختو ورځو کې خپل ولس سره مرسته او د هغوی ملاتړ وکړو.
ښاغلي برادر زیاته کړې چې د اسلامي امارت مسوولین د افغانستان حاکمان نه، بلکې د ولس خادمان دي.
بل خوا د بغلان د علماوو شورا غړو د اسلامي امارت د رهبرۍ له خواخوږۍ او پر وخت د مرستو له رسولو مننه کړې ده. ددې شورا غړو ویلي چې د بغلان ولسونه د اسلامي امارت ملاتړ کوي او ترڅنګ یې ولاړ دي. د یادونې وړ ده چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تېره شنبه شپه د یوه پلاوي په مشرۍ پغلان ته تللی و.