د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلینکن ويلي چې د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين بايد د هغو ټولو ویجاړیو تاوان پرې کړي چې په اوکراین کې یې رامنځته کړي دي.
نوموړي وړاندې ویلي چې واشنګټن د روسیې د شتمنیو د کنګل وړتیا لري او یاده کنګل شوې پانګه به د اوکراین په بیارغونه ولګوي.
ښاغلی بلینکن زیاتوي چې اوکراین ناټو ته نور هم نږدې شوی دی. نوموړي زیلنکسي ته ډاډ ورکړی چې کییف ته د امریکا مرستې په لاره دي.
دی وایي: کانګریس موږ ته د روسیې د شتمنیو د کنګلولو واک راکړی او موږ هم دا کار کوو.
بلینکن پرون(سه شنبه، غوایي ۲۵مه) وختي د اورګاډي په وسیله کییف ته رسېدلی و.
نوموړی په داسې حال کې اوکراین ته رسېدلی چې روسي پوځیانو د اوکراین ووچانسک ښار نیولی او خارکیف کې یې هم درنې جګړې پیل کړي دي.