ملي دفاع وزارت نن(چهارشنبه، غوایي ۲۶مه) په خپل اېکس د بغلان له سېلاب ځپلو سره د ۱۲ انټرنشنل موټرو د مرستې خبر ورکړی دی.
دفاع وزارت لیکي چې په دغه مرسته کې خوراکي توکي، خېمې، فرشونه او کمپلې شاملې دي.
دغه مرسته د د ۲۱۷ عمري قول اردو مسوولینو له خوا بغلان ته رسېدلې او پر سېلاب ځپلو هېوادوالو وېشل شوې ده.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هم پرون ددغه ولایت زیانمنو ته د نغدي مرستې لړۍ پیل کړه. تېره جمعه د بغلان په ګډون د افغانستان په څو ولایتونو کې سېلابونو ګڼو هېوادوالو ته مرګ ژوبله واړوله.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معینیت سرپرست رسنیو ته ویلي، چې د تېرې جمعې ورځې سېلابونو کې ټول ۱۶۵ کسان شهیدان او ۲۶۵ ټپيان شوي دي.