د لوګر په لرې پرتې ولسوالۍ ازره کې د لومړي ځل لپاره د یوه چکډېم د جوړونې چارې پیل شوې.
د یاد ولایت د سیندیزې حوزې ریاست تخنیکي سلا کار انجنیر فضل الرحمن عمرزي ویلي چې دغه چکډېم د اوبو او انرژۍ وزارت د پراختیايي بودجې په مټ جوړیږي.
ویل کیږي چې دا چکډېم د ازرې ولسوالۍ په پنځوکڅو سیمه کې رغیږي چې ټولټال یو میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي.
د ښاغلي عمرزي په اند دا چکډیم به د ۳۵۰۰ مترو مکعبو اوبو ظرفیت ولري او چارې به یې په دوو میاشتو کې بشپړې شي. د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا تر دمګړۍ د لوګر د مرکز په ګډون ټولو ولسوالیو کې ۷ چکډېمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او ۲ نور چکډېمونه ترکار لاندې دي.