ډېر لوستل شوي

د وروستیو سېلابونو قربانیانو ته د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل شوه

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خپل اېکس لیکلي چې  سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني په خپل لاس د وروستیو سېلابونو له قربانیانو سره د نغدي مرستې لړۍ پیل کړې ده.

وزارت د سرپرست وزیر له قوله لیکلي چې د مرستو دا لړۍ د مرکزي بغلان ولسوالۍ څخه پيل شوې او ټولو سېلاب ځپلو ته به ورسیږي.

د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ګډون ګڼ چارواکي د بغلان د ولسونو چوپړ ته ورغلي وو. تېره جمعه د بغلان په ګډون د افغانستان په څو ولایتونو کې سېلابونو ګڼو هېوادوالو ته مرګ ژوبله واړوله.

 د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مالوماتو له مخې په دغو سېلابونو کې ۳۱۵ کسان شهیدان او ۱۶۳۰ کسان ټپیان شوي دي.

اړوند خبرونه