ډېر لوستل شوي

ملا عبدالغني برادر آخند له سېلاب ځپلو سره کتلي

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن(سه شنبه، غوایي ۲۵مه) په خپل اېکس لیکلي چې ملا عبدالغني برادر اخوند د پلخمري ښار اړوند د کرکر سیمې سیلاب‌ځپلو سره له نږدې ليدلي دي.
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په یاده سیمه کې د وروستیو سېلابونو د شهیدانو روح ته دعا کړې او له زیانمنو شویو هېوادوالو سره یې خواخوږي شریکه کړې ده.
د ملا برادر آخند په سپارښتنه یادې سیمې کې پر زیانمنو هېوادوالو لسګونه ټنه خوراکي توکي، درمل، جامې او نغدې پیسې وېشل شوي دي.
د کرکر سیمې علماوو، سپین ږیرو او زیانمنوشویو هېوادوالو له اسلامي امارته د زړه له تله مننه کړې، چې دوی یې په سخت حالت کې یاد کړل او د غمرازۍ په موخه یې مشرانو دغې سیمې ته سفر وکړ.
ددې سیمې اوسېدونکو اسلامي امارت د ځان او ولس نظام وباله او کلک ملاتړ یې ترې څرګند کړ.

اړوند خبرونه