د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې د یاد وزارت وزیر نورالدین عزیزي د کازان ناستې په څنډه کې د تاتارستان له ولسمشر رستم مینیخانوف، د روسیې د اقتصادي ودې وزارت له مرستیال دیمیتري ولواچ او د تاتارستان د صنعت او سوداګرۍ له وزیر اولیګ کوروبچینکوف سره لیدلي دي.
په دغه ناسته کې دواړو لوریو پر دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو، کابل ته د تاتارستان ولسمشر پر سفر، په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ خونې پر پرانیستلو، د برېښنا په برخه کې پر پانګونې، د اوبو پر لېږد او د روسیې له لارې افغانستان ته او بیا د ولګا له لارې جنوبي اسیا ته د ترانزیتي توکو د لېږد په برخه کې د عملي اقدام او هڅو اړوند خبرې اترې وشوې.
د تاتارستان پلازمېنه کازان به د روانې مې میاشتې تر ۱۹مې د روسیې او اسلامي نړۍ د اقتصادي فورم د ناستې کوربه وي.
په دې غونډه کې د افغانستان په استازولۍ نورالدین غزیزي ګډون کړی دی.