ډېر لوستل شوي

د افغان لوړپوړي پلاوي او د ملګرو ملتونو د مسوولینو تر منځ د همغږۍ ناسته وشوه

د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیااحمد تکل نن(پنجشنبه، غوایي ۲۷مه) په خپل اېکس د ملګرو ملتونو له مسوولینو سره د افغان لوړپوړو چارواکو د ناستې خبر خپور کړی دی.

 دې ناستې کې د افغان حکومت له لوري د بهرنيو چارو وزارت سربېره د کليو د بيا رغونې او پراختيا، اقتصاد، ماليې، کورنيو چارو، عامې روغتيا، کډوالو او راستنيدونکو چارو، کرنې او مالدارۍ، اوبو او برېښنا، صنعت او سوداګرۍ، اطلاعاتو او کلتور، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، معارف، شهداوو او معلولينو وزارتونو، د ښارواليو د چارو د انسجام رياست، کابل ښاروالۍ، او چاپيريال ساتنې ملي ادارې لوړپوړو استازو ګډون کړی وو.

بل پلو، د ملګرو ملتونو د بشري او پرمختيايي مرستو د مسولينو ترڅنګ په افغانستان کې مېشتو د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو (OCHA،  WFP، UNDP، UNICEF، UN Habitat، FAO، UNHCR، UNESCO، ILO، UNFPA، WHO، UNODC ) مسولينو، نړيوالو مو سسو  IRC، INTERSOS، NRC، ACBAR، DACAAR، ACF او د خصوصي سکتور استازو برخه اخیستې وه.

دې ناستې کې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د خلکو پر اړتياوو او د اسلامي امارت پر لومړيتوبونو، د ملګرو ملتونو له خوا شويو مرستو او راتلونکو پلانونو او د دواړو لورو ترمنځ د پریکړې او همغږۍ د پراختيا په اړه بحثونه وشول.

د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي په خپلو خبرو کې ویلي: په هېواد کې د جګړې له ختمېدو وروسته اوس د دې وخت رارسېدلی چې ټولې هڅې د هېواد پر رغونې او پرمختګ راټولې شي.

نوموړي وړاندې ویلي: د ۴۰ کلنې جګړې له کبله د ويجاړ اقتصاد، سوونو زرو کونډو او يتيمانو او معلولينو، په ګاونډيو هېوادونو کې ميليونونو کډوالو، پر بهرنيو مرستو ولاړ صحي نظام، ميليونونو معتادينو، په ماينونو او ناچاودو مهماتو شتون، پرله پسې وچکالۍ، زلزلو، سيلابونو، اقليمي بدلون او نورو طبيعي ناورينونو مهار د اوسمهال لپاره ناشونې دي او په لنډ مهال کې نړيوالو مرستو ته اړتيا لیدل کیږي.

ښاغلي متقي ویلي؛ له نړيوالو مرستو څخه د مثمرې ګټنې له پاره اړينه ده چې د مرستو ډول او د وېش بڼه د افغانستان د خلکو له اړتياوو او لومړيتوبونو سره سمه چمتو شي.

د ملګرو ملتونو د بشري او پرمختيايي برخې مسول او د يوناما مرستيال انډريکا رتواتي، د ملګرو ملتونو فعاليتونو ته د ځغلنده کتنې ترڅنګ ویلي؛ ملګري ملتونه پر دې کار کوي چې د مرستو ډول د بشري مرستو ترڅنګ پرمختيايي مرستو ته واړوي او د کار او فعالیت سیمې په ګوته کړي.

د ناستې په لړ کې د افغانستان اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو ادارو استازو د لومړيتوبونو د شريکولو او همغږۍ د پياوړتيا په اړه خبرې شوي دي.

ددې ناستې په پای کې د وروستیو سېلابونو څخه اغېزمنوشویو هېوادوالو ته پروخت د مرستو پر رسېدنه، د دوه اړخیزې همغږۍ او شته انګېزې پر ساتنه او د اغېزمنو تخنیکي میکانیزمونو پر رامنځته کولو بحثونه وشول.

اړوند خبرونه