ډېر لوستل شوي

بادغیس کې د اس ځغلونې سیالۍ ترسره شوې

د بادغېس په مرکز قلعه نو کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د اس ځغلونې سیالۍ ترسره شوې. دا سیالۍ د بادغیس د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د بزکشۍ فدراسیون د استازولۍ له لوري چمتو شوې وې.

ویل کیږي چې دغه سیالۍ په دوو ګروپونو کې ترسره شوې.

د یادو سیالیو موخه غوره اس ځغلوونکي پېژندل او دودیزو لوبو ته وده ورکول و. د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته نغدي ډالۍ هم ورکول شوې.

اړوند خبرونه