د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الیکسي اورچوکله یو شمېر رسنیو سره په خپلو خبرو کې ویلي چې په دې وروستیو کې د مسکو-کابل ترمنځ سوداګرۍ وده کړې ده.
نوموړي ویلي چې په تېر ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان او روسیې سوداګري شاوخوا ۵۶۰ میلیونه ډالرو ته رسېده.
د ښاغلي اورچوک په قول، د دغو شمېرو په بنسټ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده.
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال زیاته کړې، چې مسکو د افغانستان کرنیزو محصولاتو واردولو ته لېواله دی او تېر کال یې هم له افغانستان څخه انګور او وچې مېوې خپل هېواد ته واردې کړې وې.
د ویلو ده چې افغانستان اوسمهال د نړۍ ګڼو هېوادونو ته د صادراتو لمنه پراخه کړې ده او د اسیا له بېلابېلو هېوادونو سره سوداګریزه راشه درشه لري.