ډېر لوستل شوي

مشهور کرکټ لوبغاړی راشدخان خپل کور ته راستون شو

د نړۍ په کچه پېژندل شوی کرکټ لوبغاړی راشدخان له څلورکلونو وروسته خپل هېواد ته راستون شوی.

افغان کرکټ بورډ نن(شنبه، غوایي ۲۹مه) هېواد ته د ښاغلي خان د راتګ خبره کړې ده.

افغان کرکټ بورډ لیکلي: راشد خان چې تېرو څو کلونو کې د بوخت مهالوېش له امله نه و توانېدلی هېواد ته راشي، نن سهار کابل ته راورسېد او د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس او اجراییوي رییس له لوري ورته کابل نړیوال هوایي ډګر کې ښه راغلاست وویل شو.

د کرکټ بورډ له قوله، چې ښاغلی خان تر کرکټ بورډ پورې د یو لړ مراسمو په لړ کې بدرګه شوی دی.

د یادونې وړ ده چې راشدخان د هند غوره لیګ کې د ممبي انډینز په ګټه لوبېده.

اړوند خبرونه