د هلمند ځایي مسوولین وایي چې په دې ولایت کې د راستنوشویو شاوخوا ۲۰۰ کورنیو ته نغدې مرستې ورکول شوي دي.
ویل کیږي چې دغه مرستې د هلمند د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست په اسانچارۍ د لوږې پر وړاندې د مبارزې موسسې په مالي همکارۍ وېشل شوي دي.
یادې موسسې ۲۰۲ کورنیو ته چې تازه له پاکستان او ایرانه دې ولایت ته راستنې شوې وې، یادې مرستې وېشلی دي.
دغه مرستې په نهرسراج او نادعلي ولسوالیو کې راستنوشویو کورنیو ته ورکول شوي چې هرې کورنۍ ته ۱۰۰۹۰ افغانۍ رسېدلي دي.