ډېر لوستل شوي

فاریاب کې سېلابونو د شاوخوا ۵۰ تنو ژونداخیستی

راپورونه وایي چې هېواد کې د وروستیو سېلابونو په دوام دا ځل په فاریاب کې سېلابونو خلکو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
پرون(شنبه، غوایي ۲۹مه) سېلابونو د فاریاب د شپږو ولسوالیو اوسېدونکو ته پر ځاني زیان سربیره مالي
زیانونه هم اړولي دي. د دې سېلابونو له امله په بلچراغ ولسوالۍ کې ۴۱ تنه، چهلګزي کې ۵ کسان او قرغان ولسوالۍ یو کس خپل ژوند بایللی دی.
د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت د شمیرو له مخې فاریاب کې وروستیو سېلابونو ۵۶۰ استوګنیز کورونه او ۸۵۰ جریبه کرنیزې ځمکې هم ویجاړه کړې ده.
د یادونې وړ ده چې غور کې هم وړمه ورځ خونړیو سېلابونو شاوخوا ۵۰ کسان شهیدان کړي وو

اړوند خبرونه