ډېر لوستل شوي

افغانستان کې د چین سفیر له خلیل الرحمن حقاني سره کتلي

په کابل کې د چین سفیر ژاوشینګ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني سره د نوموړي په دفتر کې کتلي دي.
په ناسته کې د کډوالو چارو وزیر د چین او افغانستان ترمنځ مثبتې اړیکې ستایلي او له کډوالو سره د چین مرستو د لومړنۍ جوپې د رارسېدو له امله یې له دغه هېواد څخه مننه کړې ده.
ښاغلي حقاني همدا راز د وروستیو سیلابونو له امله د اوښتو زیانونو معلومات له نوموړي سره شریک کړي او غوښتنه یې کړې، چې د راستنو شوو کډوالو ترڅنګ د طبیعي او غیر طبیعې پېښو له امله بېځایه شوو افغانانو سره د کور جوړونې، کار موندنې او زده کړو ته د زمینې د برابرولو په برخه کې مرستې وکړي.
د چین سفیر د وروستیو سیلابونو، چې له امله یې په بغلان، غور او یو شمېر نورو ولایتونو کې درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتلي وو؛ ژوره خواشیني څرګنده کړه او ډاډ یې ور کړ، چې هېواد یې
د خپلو امکاناتو په محدوده کې هر ډول مرستې ته چمتو دی.
نوموړي طبیعي پېښو ته د اسلامي امارت د ښې رسېدني او مدیریت ستاینه کړې ده او ډاډ یې څرګند کړی، چې ددغه هېواد نورې مرستې به هم تر راتلونکي جولای میاشتې پورې راورسېږي

اړوند خبرونه