د ایران د روغتیا وزیر عین الهي ویلي چې د ولسمشر ابراهیمي د الوتکې د سقوط سیمې ته یې روغتیايي ډلګۍ رسېدلي او ټول روغتیايي امکانات یې چمتو کړي دي.
ښاغلي الهي ویلي چې دوی به د الوتکې تر موندنې وروسته خپل روغتیایي چوپړونه پيل کړي.
د ابراهیمي رییسي او نورو ایراني لوړپوړو چارواکو لېږدونکي الوتکه د ایران په ختیځ اذربایجان ولایت کې سقوط شوې چې لا یې هېڅ ډول مالومات په لاس کې نشته.
د ایران چارواکو ویلي چې د ژغورنې ډلګۍ یې د پېښې سیمې ته لېږلي خو د هوا خرابوالي یې هڅو پایله نه ده ورکړې