ډېر لوستل شوي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

په سیاسي برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمُنشي مرستیالې آغلې روزمېري ډیکارلو د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستال ویاند حافظ ضیااحمد تکل نن(یکشنبه، غوایي دېرشمې) ددې ناستې خبر ورکړی دی.
په دې ناسته کې د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ پر اړیکو، د دوحې د درېیمې ناستې پر اجنډا او ترکیب هراړخیزې خبرې وشوې.
د سرمُنشي مرستیالې ویلي چې د دوحې په درېیمه ناسته کې به د غړو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو ترڅنګ دا ځل د نړیوال بانک او اسیايي بانک استازي هم ګډون وکړي.
د نوموړي په وینا، په دې ناسته کې به د بحث محورونه پر مالي او بانکي موضوعاتو، نشه یي توکو او کروندګرو ته بدیل معیشیت او همداراز د اقلیم بدلون او ترې افغانستان ته راټوکېدلو زیانونو په اړه خبرې اترې وشي.
آغلې مرستیالې ویلي چې د افغانستان حکومت سره تعامل غواړي او ښايي واضح بحثونه او د دواړو لوریو پر غوښتنو او اندېښنو خبرې اترې ولري.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي د افغانستان د ملګرو ملتونو سازمان له لومړنیو غړو هېوادونو څخه و او دغه سازمان سره یې فعالې اړیکې درلودې او اوس اسلامي امارت هم یوناما سره په کابل کې ښې اړیکې لري.
ښاغلي متقي وړاندې ویلي چې په ملګرو ملتونو کې باید د افغانستان واقعي استازی د نظام استازیتوب وکړي او په دې اړه پراته خنډونه له منځه ولاړ شي.
مولوي امیرخان متقي وړاندې ویلي چې اسلامي امارت د دوحې په دویمه ناسته کې هم بامعنا ګډون غوښت او له تشریفاتي ګډون څخه یې ډډه کوله.
د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړې چې د دوحې په درېیمه ناسته کې به پر بنسټیزو مسایلو بحثونه وشي، شته میکانیزمونه به پیاوړې شي، اضافي تشکیلات او پرېکړې به ونه شي.
آغلې ډیکارلو ویلي چې د دوحې په درېیمه ناسته کې به بنسټیزه موخه افغانستان سره د نړیوالې ټولنې اړیکې عادي کول وي.
د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت له وړاندې ویلي چې د دوحې د درېیمې ناستې د ګډون او نه ګډون پر پرېکړه به غور وکړي

اړوند خبرونه