ډېر لوستل شوي

لغمان کې د لسګونو کوچنیو بندونو د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسوولینو په دې ولایت کې د ۸۷ کوچنیو بندونو د چارو د پیل خبر ورکړی دی. ویل کیږي چې دغه بندونه به د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې جوړ شي.
د یاد ولایت د سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي شېرجان راشیدي ویلي چې د الیشنګ ولسوالۍ اړوند سالاب درې ښکارځای سیمه کې د خوړو نړیوال سازمان له لوري د څلور نیم میلیونو افغانیو په لګښت د ۸۷ چکډېمونو د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت د اوبو د مهار او د سېلابونو د زیانونو د کمښت په موخه د هېواد په هرې ولسوالۍ کې د یوه-یوه چک ډېم د رغولو هوډ لري

اړوند خبرونه