ډېر لوستل شوي

مزارشریف کې د موتای سیالۍ ترسره شوې

د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د موتای سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د بلخ د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د موتای فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ورزشي جمنازیوم کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د بلخ، فاریاب، جوزجان، سمنګان او کندز ولایتونو ورزشکارانو په دریو عمري ډلبندیو کې ګډون کړی وو.
ددغو سیالیو په پایله کې د بلخ ورزشکارانو د ۲۰ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، فاریاب ورزشکارانو ۳ امتیازونو په ترلاسه کولو دویم او کندز ورزشکارانو د ۲ امتیازونو په ترلاسه کولو درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه د ولایتونو په کچه د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي او همغږي رامنځته کول وو.
موتای د ازادو رزمي سیالیو برخه ده چې سوک وهنې ته یې سبک نږدې دی

اړوند خبرونه