په پکتیکا کې د جلال سوداګریز ګروپ له خوا د یو میلیون او سلو زرو ډالرو په ارزښت د دریو لویو پروژو چارې پیل شوې.
د جلال سوداګریز ګروپ د مشر په وینا په دغو پروژو کې یو ستر سوداګریز مرکز، معیاري روغتون او یو جامع جومات جوړول شامل دي.
ویل کیږي چې ددې پروژو چارې به د ۶ میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت له کورنیو او بهرنیو پانګوالو سره د هر ډول مرستې ژمنه کړې ده او هېواد کې د رغنیزو چارو ملاتړ کوي