ډېر لوستل شوي

اسلامي امارت د ایران د ولسمشر پر مړینې خواخوږي ښودلې ده

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر جلالتماب سید ابراهیم ریيسي، د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان او مله پلاوي پر مړینه خواشیني ښودلې ده. 

په پیغام کې وړاندې ویل شوي چې افغان حکومت دې ویرجنې پېښې خواشیني کړي او ارواښاد سید ابراهیم ریيسي او مله پلاوي ته له پاک رب څخه د مغفرت غوښتنه کوي.

اعلامیه کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال  مولوي عبدالکبیر له قوله ویل شوي چې اسلامي امارت په دې غم کې له ورور او ملګري هېواد ایران ترڅنګ ولاړ دی.

د یادونې وړ ده چې یاده الوتکه پرون(یکشنبه، غوایي ۳۰مه) د ختیځ اذربایجان ولایت د اوزې سیمې په ارسباران ځنګل کې لوېدلې وه. ددې پېښې ټوله سپرلۍ چې د ولسمشر ابراهیم رییسي سربېره، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان، د ختیځ اذربایجان والي مالک رحمتي، د ښاغلي رییسي ساتونکي، پیلوټ، د پیلوټ مرستیال او یو بل فني انجینیر پکې شامل وو؛ مړه شوي دي.

اړوند خبرونه