ډېر لوستل شوي

د کابینې غونډه کې د سرکونو د اندازې مسوده تایید شوه

د کابینې په ۲۲مه غونډه کې نن(دوشنبه، غوایي ۳۱مه) د سرکونو د اندازې او د شخصي حریمونو مسوده تایید شوې ده.
چارو ادارې په خپل رسمي اېکس ددې غونډې خبر ورکړی دی. د کابینې یاده غونډه د افغانستان اسلامي امارت د رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره شوې ده.
دغه راز د کابينې په دې غونډه کې د ترافيکو لوی رياست ته دنده سپارل شوې چې د ترافیکو طرحه دې له اړوندو ارګانونو سره شریکه او بیا ځلې دې د ټرانسپورټ عالي کمیسیون ته وړاندې شي.
د ښاغلي رئيس الوزراء له لوري اړوندو ارګانونو ته سپارښتنه شوې چې له سېلاب ځپلو هېوادوالو سره دې لازمې مرستې وشي. د کابينې په دې غونډه کې د ټولګټو وزارت له لوري د سرکونو د اندازې او حريم معلومولو په اړه چمتو شوې مسوده تائيد شوې او یاد وزارت ته مسوولیت سپارل شوی چې په دې اړه عامه پوهاوی او د لويو لارو په اوږدو کې د سرک د اندازې اړوند معلوماتي لوحې نصب کړي.
د ویلو ده چې د کابینې غونډې په باقاعده ډول له اجنډا سره سمې پیلیږي او د هېواد پر لویو مسایلو پکې پرېکړې کیږي

اړوند خبرونه