ازبکستان د افغان سېلاب ځپلو لپاره ۲۰۰ ټنه توکي مرسته د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ته سپارلې ده.
د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل نن(سه شنبه، غبرګولي لومړۍ) په خپل اېکس لیکلي چې دا مرسته د بهرنیو چارو اداري او مالي مرستیال مرستیال مولوي رحمت الحق فضیل ته په حیرتان بندر کې تسلیم شوې ده.
په دې توکو کې ۴۸ ټنه اوړه، ۲۲ ټنه وریجې، ۲۵ زره لېتره غوړي، ۱۰۰ خیمې، ۹۶ د اوبو ټانکۍ او ورته نور توکي شامل دي.
افغانستان لپاره د ازبکستان ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشوف له سېلاب ځپلو سره غمشریکي او خواخوږي څرګنده کړې او په وینا یې هېواد یې ګاونډیانو ته لومړیتوب ورکوي.
د بهرنیو چارو مالي او اداري مرستیال مولوي رحمت الحق فضیل د ازبکستان هېواد سره اړیکي تاریخي بللي او له همېشنیو بشردوستانه مرستو او همکاریو څخه یې مننه کړې ده.
نوموړي ویلي چې ازبکستان تل د افغانانو لاسنیوی کړی دی او د غوره پالیسۍ له مخې دواړو هېوادونو په سیاسي، اقتصادي، ټرانزیټي او تجارتي برخو کې مثبت ګامونه اخيستي دي. مولوي فضیل په ډاډ ویلي چې دا مرستې به مستحقو کورنیو ته ورسیږي.