ډېر لوستل شوي

ایران کې د چنګاښ پر اتمه ټولټاکنې کیږي

ایراني رسنیو ویلي چې په دغه هېواد کې به د راتلونکې چنګاښ میاشتې پر اتمه ولسمشریزې ټولټاکنې ترسره شي. راپور وړاندې لیکي چې دغه نېټه د دولت د مشرانو له خوا ټاکل شوې ده. ویل شوي چې د ولسمشریزو دغو ټاکنو ته به نوماندان د غبرګولي له ۱۰-۱۴ نوملیکنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون(دوشنبه، غوایي ۳۱مه) د ابراهیم رییسي پر ځای د نوموړي لومړی مرستیال محمد مخبر د یوې لنډمهالې دورې لپاره د ایران د ولسمشرۍ واګې په لاس کې واخیستې.

د ایران د اساسي قانون د ۱۳۱ مادې له مخې، د ولسمشر په غیاب کې د هغه لومړی مرستیال د حکومت اجرایوي مسوولیت په غاړه اخیستلی شي.

د یادونې وړ ده چې د ایران د ولسمشر او نورو چارو لېږدونکې الوتکه وړمه ورځ(یکشنبه، غوایي ۳۰مه) د ختیځ اذربایجان ولایت د اوزې سیمې په ارسباران ځنګل کې ولوېده

او د ولسمشر ابراهیم رییسي په ګډون پکې د ایران لوړپوړ چارواکو خپل ژوند بایلود.

اړوند خبرونه