ډېر لوستل شوي

د اسمایي غره د ښکلا او بیارغونې چارې روانې دي

د کابل ښاروالۍ ویلي چې د آغاخان کلتوري بنسټ په مرسته د درېیمې ناحیې اړوند د اسمايي غره په لمن کې د پل هارتل خوا ته د زینو او زرغونو سیمو د جوړولو چارې یې پیل کړي دي.

په یاده سیمه کې د ٣٨٠ مترو په اوږدوالي د زینو د بیارغونې او د ١٧ زرغونو سیمو د جوړولو چارې روانې دي.

د ښاروالۍ په وینا، د احاطې جوړول، د کرنیزې خاورې لیږدول، د ګلانو او نیالګيو کېنول، چمن کرل او د زینو جوړول هم ددغو رغنیزو چارو په برخه کې شامل دي.

د یادونې وړ ده چې له دې پروژې څخه به د اسمایي غره پورته اوسېدونکي ګټه پورته کړي.

اړوند خبرونه