د دایکندي ځایي مسوولین وایي چې په یو شمېر ښوونځیو کې د حفظ الصحې د ۹ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخسیتنې ته وسپارل شوې.
ویل کیږي چې پر دغو پروژو ټولټال ۵ میلیونه افغانۍ لګښت رغلی دی.
دا پروژې په مرکز نیلي، شهرستان، میرامور، خدیر، کیټي او کجران ولسوالیو کې پلې شوي دي. ویل کیږي چې یادې ۹ پروژې په ۹ ښوونځیو کې د مرستندویه موسسو په مالي ملاتړ بشپړې شوي.