ډېر لوستل شوي

د غنمو برخه کې د ځان بسیاینې پر ستراتیژۍ بحث وشو

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په نننۍ(سه شنبه، غوایي لومړۍ) نوبتي غونډه کې د غنمو د تولید برخه کې د ځان بسیاینې پر ستراتیژۍ بحث شوی دی.
د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت له قوله، دغې غونډې ته د نورو موضوعاتو ترڅنګ د غنمو تولید په برخه کې د ځان بسیاینې ستراتيژي وړاندې شوې چې تر هر اړخیز بحث وروسته د یادې کمېټې د قناعت وړ ګرځېدلې او د تاییدۍ لپاره اقتصادي کمیسیون ته سپارل شوې ده.
دغه ستراتیژي د هېواد د ملي اقتصاد د پياوړتیا او خوړو خوندیتوب په موخه جوړه شوې ده، چې په تطبیق سره به یې د غنمو د تولید کچه زیاته او په کیفیت کې به یې هم د پام وړ ښه‌والی راشي

اړوند خبرونه