ډېر لوستل شوي

میدان وردګو کې د اوبو ۱۶ شبکې ګټې اخیستنې ته چمتو شوې

په میدان وردګو کې د ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو ۱۶ شبکې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

دغه شبکې د یونیسف په مالي مرسته په میدان ښار، سیدآباد، نرخ، جغتو، بهسود او جلریز ولسوالیو کې جوړې او د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوي.

په دغو شبکو کې د ۶۰، ۵۰ او ۲۰ متر مکعب په وړتیاوو د اوبو زېرمو جوړول او بیا رغول، د ۸۷۲ نل لیکو نښلول، د ۱۲۲ لمریزې برېښنا تختو نښلول او د ۴۶ زره ۳۰۵ مترو په اوږدوالي پایپ لاین غځول شامل دي. ددې پروژو د بشپړونې پر مهال سلګونو تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه او په بشپړیدو سره يې د مرکز او نوموړو ولسوالیو ۲۸۱۶ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی.

اړوند خبرونه