ډېر لوستل شوي

بدخشان کې غره ښویېدنې ۱۵ کورونه ویجاړ کړي

د بدخشان ځایي مسوولینو ویلي چې ددې ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د غره ښوویېدنې په پېښه کې د استوګنې ۱۵کورونه ویجاړ شوي دي.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس حکمت‌الله محمدي د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دغه پېښه پرون شپه اته بجې (سه شنبه، غبرګولي لومړۍ) د روینچ او خفیچ سيمو کې رامنځته شوې ده. د مسوولینو په قول، ۲۶ نور کورونه هم د ګواښ له خطر سره مخ دي.

ویل کیږي چې دغه کورونه د غرو په لمنو کې اباد شوي وو. د یادونې وړ ده چې وروستیو طبیعي پېښو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

اړوند خبرونه