د جوزجان ځايي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په آقچې ولسوالۍ کې د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت یو مجهز مسلخ جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د یاد مسلخ څښتن عبدالستار ویلي چې دا مسلخ(حلالځای) یې پر درې جریبه ځمکه جوړ کړی دی. نوموړي ویلي چې دا مسلخ یې د کانګو او نورو وژونکو ناروغیو د مخنیوي په پار جوړ کړی.
د ویلو ده چې دې مسلخ کې شلو مسلکي کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده چې د ورځې به تر سلو ډېر څاروي حلالوي.