ډېر لوستل شوي

هلمند کې د کبانو درې زره فارمونه جوړ شوي

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست امید راډیو ته ویلي چې په دغه ولایت کې د کبانو د روزنې درې زره فارمونه فعال دي.

 دغه فارمونه د مرکز لښکرګاه په ګډون په مارجې، نوزاد، کجکي، نادعلي، ناوه او نهرسراج ولسوالیو کې جوړ شوي دي. د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ برخې مدیر شامحمد خان ویلي چې له دغو فارمونو یې ۷۰۰ تېرکال او ۵۰۰ یې سږکال په معیاري ډول جوړ شوي دي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې چې د زون په کچه د کبانو د روزنې دیوه لوی فارم د جوړولو هڅې کوي.

اړوند خبرونه