د پنجشېر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو په یوه خبر کې ویلي چې په دغه ولایت کې یې د صنعتي پارکونو جوړولو هڅې پیل کړي دي.
د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریيس مولوي امین الحق صاحبي ويلي چې د یادې طرحې له مخې به په مرکز بازارک، پریان، حصه او عنابه ولسواليو کې صنعتي پارکونه جوړ شي.
صاحبي زیاته کړې، چې د صنعتي پارکونو د جوړولو د مالي ملاتړ په موخه يې له سیمه ییزو چارواکو، د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو او بهرنیو مرستندویه موسسو سره خبرې اترې کړي دي.
بل پلو، د پنجشیر والي هم په دې ولایت کې د صنعتي پارکونو جوړونې ته لېوالتیا ښودلې ده