ډېر لوستل شوي

ښایي ناروې، ایرلنډ او اسپانیا، فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه وپېژني

اسوشیټیډ پرس نن(چهارشنبه، غبرګولي دویمه) ویلي چې ښایي ناروې، ایرلینډ او اسپانیا، فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه وپېژني. دوی یاد ګام تاریخي بللی دی.

د ناروې صدراعظم یوناس ګهر تورې ویلي، هېواد یې د روانې مې میاشتې له ۲۸مې وروسته فلسطین د یوه دولت په توګه پېژني.

اسوشیټیډ پرس لیکلي چې د فلسطین له رسمیت پېژندنې پرته په منځني ختیځ کې سوله ناشوني ده. یاد اقدام تل ابیب په غوسه کړی او له ایرلنډ او ناروې یې خپل سفیران ایستلي دي.

اړوند خبرونه